د افغانستان د ترانسپورټ وزارت چارواكي وايي، چې دوى توانيدلي په سالنګ كې د پامير د هوايي شركت د الوتكې درا غورځيدوسيمه په نښه كړي.
د ترانسپورټ وزارت وياند ننګيالي قلات وال ازادي راډيو ته وويل، چې له ايساف او افغان ځواكونو سره يې بيړنۍ غونډه كړې، ترڅو د غورځيدلې الوتكي د موندلو لپاره يو غوره پلان جوړ كړي.
بلخوا د پروان ولایت چارواکي وایي چي، په سيمه كې پلټونکو ډلو نن د سالنګ په هغه سیمه کي د لټون پلي عملیات له سره پیل کړي چي، ګومان کیږي د پامیرهوایي شرکت مسافر وړونکې الوتکه به په کي غورځيدلې وي.
پرون دغورځيدلې الوتکي د ټوټو د پیدا کولو لپاره د لټون هوایي عملیات د هوا د خرابوالی له امله له خنډ سره مخامخ شوي وو.
دغه الوتکه چي تيره ورځ له کندزڅخه کابل ته په لاره وه، په کي شپږ تنه عمله او ۳۸ مسافرسپاره وه .