نن د هېواد په دوو ولایتونو کې ۳ چاودنې شوي

افغان امنيتي چارواكي وايي، چې په كابل ښار كې د نن سهار ځان وژونكې حملې عامه خلكو او نړيوالو ځواكونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دا حمله نن سهار د كابل ښار په لوېديځ كې د دارلامان پر سړك شوې، چې هدف يې د بهرنيو ځواكونو د موټرو يو كاروان وو.

د كورنيو چارو د وزارت وياند زمري بشري ازادي راډيو ته وويل، چې په دې حمله كې لږ ترلږه دولس ملكي وګړي وژل شوي او اووه څلوېښت نور ټپيان دي.

د نوموړي په وينا په وژل شوو او ټپيانو كې ښځي او ماشومان هم شامل دي.

نړيوالو ځواكونو په يوه اعلاميه كي ويلي، چې په دغه حمله كې د دوى ۶ سرتيري وژل شوي او څو نور يې ژوبل شوي دي.

ولسمشركرزي دغه ځان وژونكې حمله په كلكه غندلې.

د دغي ځان وژونكي حملې مسووليت وسلوالو طالبانو منلى دى.

په عين حال كې د كورنيو چارو وزارت په يوه خپره شوې اعلاميه كې ويلي، چې نن په پكتيا ولايت كې هم په يوه ځان وژونكې حمله كې يو پوليس ټپى شوی دى.

ويل شوي چې د همدې ولايت په زرمت ولسوالۍ كې هم د امريكايي ځواكونو په پوځي موټر نن د مين چاودنه شوې او امريكايي ځواكونو منلې چې په دې پيښه كې د دوى يوعسكر ټپى شوی دى.