د افغان خبریال جان الله هاشمزاده وژونکی ونیول شو

د افغانستان د ملي امنيت عمومي رياست وايي، چې د افغان خبريالان جان الله هاشمزاده وژونكى يې نيولى دى.

د دې ادارې له خوا په يوه خپره شوې اعلاميه كې ويلي، چې نيول شوى كس مهراب نوميږي، چې د ننګرهار ولايت د كوټ د ولسوالۍ اوسيدونكى دى او له طالبانو او د پاكستان د استخباراتي ادارې اى، اېس، اى سره يې نږدې اړيكې درلودلې.

په اعلاميه كې ويل شوي، چې نوموړي كس په لومړنيو تحقيقاتو كې خپل جرم منلى دى او ويلي يې دي، چې د افغان خبريال په وژلو كې يې مستقيمه ونډه درلوده.

د ملي امينت خپره شوې اعلاميه كې راغلي، چې نيول شوى كس د افغانستان په بيلابيلو برخو په ځانګړي توګه په ننګرهار ولايت كې په ډېرو تروريستي بريدونو كې لاس درلود او د وسله والوطالبانو لپاره يې بمونه جوړول.

تر دې مخكې د كندهار د ملي امنيت رييس جنرال محمد نعيم ويلي وو، چې د دغه ولايت په سپين بولدك ولسوالۍ كې يې درې پاكستاني وګړي نيولي، چې غوښتل يې په كندهار كې وران كاري عمليات او حملې وكړي.