په بنکاک کې حکومت ضد مظاهره چیانو له هغه امرڅخه سرغړونې ته دوام ورکړی چې حکومتی چارواکو ترپرون ناوخته ورته وخت ورکړی و چې په پایتخت بنکاک کې د دې له سړکونو او څلورلارو خپلې خیمې لرې کړي.
مظاهره چیانو د ضرب الاجل له پای ته رسیدو وروسته په خپلو خیمو کې خوښیو او ولولو ته دوام ورکړ.
سرتیرو پرون پرمظاهره چیانو ډزو ته دوام ورکړ. د حکومت د یوه وزیر په وینا پردې سیمې د کنترول کړۍ باید ټینګه وساتل شي .
د تایلنډ حکومت ویلي د مخالفانود مشر د اوربند وړاندیز به په هغه صورت کې ومني چې سره کمیسي مظاهره چیان جګړي پای ته ورسوي او بیرته د بنکاک مرکزي برخه کې خپلو اصلي کمپونو ته ستانه شي.
په دې نارامیو کې چې د سې شنبي له ورځې پیل شوي، شپږ دیرش تنه وژل شوي او شاو خوا دوه نیم سوه نور ټپیان دي .