په افغانستان کې د ناټو څلور سرتیري وژل شوي

د ناټو څلور عسکر پرون په افغانستان کې د سړک د غاړې د دوه جلا بمي حملو په ترڅ کې ووژل شول .

ايتلافی ځواکونه وایي چې درې عسکر د افغانستان په لویدیځ او یو یې په جنوبی سیمې کې وژل شوی دی .

ناټو د عسکرو هویت نه دی څرګند کړی خو تر دې د مخه په روم کې د ایټالیا د بهرنیو چارو وزرات دا خبره تایید کړی وه چې دوه ایټالوی عسکر یې په افغانستان کې وژل شوي دي.

ایټالوي ځواکونه په هرات او بادغیس کې مرکزونه لري .

له دې عسکرو سره په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو د مړینې شمیر له دوو سوو واوښت .
په یوې بلی پیښې کې چې په ارزګان کې وشوه د سړک د غاړی د ښخ شوي ماین په پیښه کې یو افغان پوځې ووژل شواو درې نور ټپیان شول .

دا خبري د افغانستان د دفاع د وزارت په اعلامیی کې راغلي . د افغانستان د دفاع وزارت زیاتوي چې د تیرو څلورویشتو ساعتونو په موده کې د ناټو په مشرۍ د ځواکونو او د افغانستان ملی اردو د ځواکونو له خوا ۱۵ مخالف وسلوال په کندهار ، هلمند او ارزګان کې نیول شوي دي .