نن سهار د كابل د دار الامان ماڼۍ ته نږدې پر نړيوالو ځواكونو يوه ځان وژونكې حمله وشوه.
د افغانستان د كورنيو چارو وزارت د وياند مرستيال نجيب نيكزاد ازادي راډيو ته وويل، چې په دغه حمله كې كېداى شي ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتي وي.
ښاغلي نيكزاد په دې اړه نور معلومات ورنه كړل.
د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د دغې ځان وژونكي حملې مسووليت اخيستى نوموړي رسنيو ته ادعا كړې، چې په دغه حمله كې يې لسګونه سرتيري وژلي دي.
نړيوالو ځواكونو په دې اړه څه نه دي ويلي.
خو راپورونه وايي په دغه ځان وژونكې حمله كي دوه تنه وژل سوي او 14 نور ژوبل سوي دي.