د ايساف دوه سرتیري د افغانستان په لويديځ كې وژل شوي

ايساف ځواكونه وايي چې نن د دوى دوه تنه سرتيري د افغانستان په لويديځ كې وژل شوي دي .

په هغه خبر پاڼه كې چې په كابل كې د دغو ځواكونو له قرارګاه څخه خپره شوې ده راغلي چې دغه سرتېري په يوه چاودنه كې وژل شوى دى.

په خبر پاڼه كې د پېښې د دقيق ځاى او د دغه سرتېرو د پيژندګلوى په اړه څه نه دي ويل شوي .

د افغانستان په لويديځ كې زياتر امريكايي او ايټاليوي سرتېري ميشت دي.

دا په داسې حال كې ده چې تېره ورځ هم د ايساف ځواكونو يو سرتېرى د افغانستان په جنوب كې ووژل شو.