د عراق د اسلامي دولت په نوم یوې سني سخت دریځې ډلې، چې د عراق القاعده هم په کې شامله ده، د افراطي ډلو ویب پاڼوته په استول شوي بیان کې ویلي دي، چې ابوبکرالبغدادي الحسیني ال قریشي د دې ډلې نوی مشر یا امیر ټاکل شوی دی.
دا نوی مشر د ابوعمر البغدادي ځای نیسي، چې د اپریل په میاشت کې د امریکايي او عراقي ځواکونو په هوایي حمله کې ووژل شو.
په بیان کی همدا راز یادونه شوې ده، چې ابوعبدالله الحسیني القریشي د عراق د اسلامي دولت د سازمان مرستیال ټاکل شوی دی.
د عراق القاعده وړمه ورځ ناصرالدین ابوسلیمان د جنګ د وزیر په توګه وټاکه.
ابو سلیمان ژمنه کړې ده، چې د عراق پر شیعه ګانو به د ویر خونړۍ اوږدې شپې او ورځې راولي.