په قرغزستان کې د ځوانانو یوې ډلې چې ځان د سترې ارواخاوندان بولي تېره ورځ په پایتخت بشکېک کې د موقت حکومت په ملاتړ لاریون وکړ.
راپورونه وايي، له ۵۰۰ څخه تر۱۰۰۰ پورې کسانو په دې لارېون کې ګډون کړی و.
دغو ځوانانو له ځانه سره داسې شعارونه وړل چې پرې لیکلي و، مونږ د یو با ثباته او متحد قرغزستان لپاره یو او جنوب او شمال زموږ قرغزستان دی.
د موقت حکومت مشرې روزا او تنبایوا له لارېون کوونکو سره وکتل او د هغوي له ملاتړ څخه يي مننه وکړه.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د لرې کړای شوي ولسمشر کرمان بېك باقیف پلویانو د قرغزستان په درېو جنوبي ولایتونو کې دولتي ودانۍ تر کنترول لاندې راوستې، خو وروسته بیا د پولیسو له خوا تیت او خواره شول.
په دې شخړو کې یو تن مړ او ۶۰ نور ټپیان شول.