د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تایید کړې، چې سږکال به د هېواد په ځینو سیمو کې د کوکنارو په کروندو کې د یوې نامعلومې ناروغۍ له امله د تاریاکو په تولید کې د پام وړ کموالی راشي.
افغان چارواکي د تاریاکو د تولید د احتمالي کموالي خبر په داسې حال کې کوي، چې ملګروملتونو هم تېره اونۍ د نشه یي موادو په تولید کې په سلو کې د پنځه ویشت کموالي یادونه کړې وه.
له مخدرو موادو سره د مبارزې په چاره کې د کورنیو چارو وزارت معین محمد داود داود، چې پرون یي په دې اړه خبریالانو ته معلومات ورکول، د ملګروملتونو سروې چې په روان کال کې یې د تاریاکو په تولید کې په سلو کې د پنځه ویشت کموالي اټکل کړی و ناسمه وبلله:
(په پنځو نا امنو ولایتونو کې چې د افغانستان د تاریاکو په سلو کې اته نوي په کې تولیدېږي، یوه طبیعي افت ټولې کروندې له منځه وړي.
ملګرو ملتونو په سلو کې ۲۵ اعلان کړی و، خو عیني شاهدان وايي او په لابراتوار کې د نمونو ازموینې ښيي چې په ځینو ولایتونو کې، په سلو کې له اویا زیات تریاک له منځه تللي دي.)
په دې اړه نور تفصیل په همدې خپرونې کې اورېدای شئ.