په ننګرهار کې پر مظاهره كوونكو ډزې وشوې

نن يکشنبه د غازي امان الله خان مېنې د شخصي پروژې پر خلاف د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ خلکو مظاهره وکړه.

د سيمې خلک ادعا کوي، چې د دغه مېنې د خاوند نجيب زراب له خوا ورسره دوى ته د ځمکو د نومرو د ورکړې ژمنه شوې؛ څوځلې ورته دوى مراجعه وکړه؛ خو حقوق يې نه ورکول کېدل؛ ځکه نو خلکو مظاهره وکړه.

سيمه ايز خلک ادعا لري، چې د نجيب زراب شخصي ساتونکو پرمظاهره چيانو ډزې وکړې چې له امله يې ١ تن مړ او څلور تنه زخميان شول.

د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي وويل: د پېښې د څېړنې لپاره د والي شېرزي له خوا يو هئيت ټاکل شوى او پړ او وړ به وروسته معلومېږي.

د غازي امان الله خان مېنې پروژه د حکومت له خوا منظور شوې شخصي پروژه ده چې د جلال اباد ختيځ ١٥ کيلومترۍ کې د تورخم- جلال اباد په لويه لار پرته ده.