ایران کې پر شپږو سیاسي مخالفینو د اعدام حکم شوی

د تهران څارنوال عباس جعفري دولت ابادي وايي، شپږو سياسي مخالفينو ته د اعدام ټاکل سزا تاييد شوې ده.

ويل کېږي دوى د تېرکال د جمهوري رياست تر لانجمنو انتخاباتو وروسته په مظاهرو کې نيول شوي وو.

دغه شپږ کسان په دې تورن دي چې په تبعيد شويو او د خلق مجاهدينو په ډلې پورې اړه لري.

دولت ابادي وايي، له دې جملې درې تنه تېر ډسمبر د عاشورا د مراسمو په وخت کې د حکومت ضد مظاهرو په وخت کې نيول شوي. نوموړي زياته کړه درې نور تېر سپټمبر نيول شوي.

رپوټونه وايي، د ايران حکومت د تېر کال د جمهوري رياست تر لانجمنو انتخاباتو وروسته څلور زره کسان نيولي، چې خبريالان او اصلاح غوښتونکي سياستوال هم په کې شامل دي.