د پاکستان په کورمه کې وسله والو ۶۰ تنه تښتولي دي

مشکوکو سخت دريځو وسلوالو، د افغانستان پولې ته نژدې ٦٠ کسان تښتولي دي.

پېښه د کورمې ايجنسۍ په چپراى سيمه کې شوې ده.

وسلوالو د موټرو يو کاروان ودراوه، موټر او مسافرين يې له ځانونو سره نامعلوم لوري ته بوتلل.

ويل کېږي زياتره يرغمل شوي به ملکيان وي، خو ګومان کېږي ځينې به يې دولتي کارکوونکي وي.

امنيتي مسوولين هڅه کوي دغه يرغمل شوي کسان ازاد کړي.