په كندهار كې د ايتلافي ځواكونو يوه څرخي الوتكۍ بيړنې ناسته كړې

په كندهار كې مېشت ائتلافي ځواكونه وايي، چې په دې ولايت كې يي د يوې څرخي الوتكې د بېړنى ناستې له امله يو شمېر افغان او بهرني سرتېري ټپيان شوي دي.

په كندهار كې مېشت نړېوالو ځواكونو د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې دغې څرخي الوتكۍ د كندهار ولايت په ارغندارب ولسوالۍ كې د تخنيكي ستونز له امله بېړنى ناسته كړې ده.

په دې پېښه كې د ټپيانو د شمېر په اړه ډېر جزيات نه دي وركړل شوي.

په همدې حال كې طالب وياند قاري يوسف احمد ادعا كوي، چې دغه الوتكه د دوى په ډزو راغورځېدلې او شا و خوا شل تنه افغان او بهرني سرتيرو پكې تپيان شوي دي.

خو په كندهار كې مېشت نړېوال ځواكونه د طالبانو دغه ادعا ردوي.