په هلمند كې د طالبانو يو قومندان نيول شوی

د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د طالبانو یو لوړ پوړی قوماندان ونیول شو، د هلمند په ټولو سیمو کې د امنیت د تامین، د دښمن او قاچاق وړونکو د نیولو او ځپلو لپاره د ګډو ځواکونو له خوا د ځانګړو اقداماتو او عملیاتو په لړ کې د پنجشنبې د شپې یوه بجه د سنګین ولسوالۍ د مالموند سیمې د پیر قدم کاریز په کلۍ کې د دښمن مشهور قوماندان مولوي محمد حسن ژوندی نیول شوی او د ده لس تنه ملګري له منځه تللي.

مولوي محمد حسن د فاروقیه ګروپ مشر او په زیاتو ولسوالیو(د هلمند په شمالي ولسوالیو) کې د نا امنیو د رامنځ ته کولو دنده په غاړه درلوده.