د لیبیا د ترانسپورت وزیر وایي، ددي هیواد د یوې مسافر وړونکي الوتکې د غورځیدو له پیښې څخه چي ۱۰۴ تنه سپرلۍ په کې وې، یو هالنډی هلک ژوندی پاته شوی. محمد علي زاهدان وایي، دا الوتکه د طرابلس هوایي ډګر کي د ښکته کیدو په مهال وغورځیده او د پیښې له ځایه ۹۶ مړي راایستل شوي دي.
افریقیه هوایی چلند وایي، دا الوتکه له جنوبې افریقا څخه پورته شوي وه او په طرابلس کي له تم کیدو وروسته لندن ته تلله.
په الوتکې کې د انګیلستان او جنوبي افریقا د اتباعو په شمول د مختلفو هیوادونو کسان سپاره وو.