په كاپيسا كې د وسلوالو مخالفينو په ضد ګډ عمليات پيل شوي

د كاپيسا ولايت چارواكي وايي، افغان او بهرنيو ځواكونو د دغه ولايت په تګاب ولسوالۍ كې د وسلوالو مخالفينو پر ضد پوځي عمليات پيل كړي دي.

د كاپيسا د والي وياند عبدالعليم عيار ازادۍ راډيو ته وويل، چې تراوسه پورې په دغو عملياتو كې څلور وسلوال مخالفين ټپيان شوي دي او دوه يې ژوندي نيول شوي.

بل خوا طالبانو هم ادعا كړې چې د فتح په نوم د عملياتو په لړ كې يې په تګاب ولسوالۍ كې شاوخوا پنځلس افغان او بهرني عسكر وژلي دي. چارواكو د دوى ادعا رد كړې ده.