د فلیپین د پخوانۍ جمهورې رییسي، کوروزان اکینو، ځوي ممکن ددی هیواد د نوی جمهور رییس په څوکۍ وټاکل شي.
د دوشنبې د ورځې په انتخاباتو کي بنیګنو اکینو د رایو دوه پر دریمه برخه خپله کړه او د ټولو رایو په سلو کي څلویښت یي ګټلې دي. د اکینو نږدي سیال د رایو په سلو کي ۲۵ خپلې کړې دي.
د اکینو مور، کروزان اکینو په ۱۹۸۶ کال کي د فلیپین د وخت د دیکتاتور فردیناند مارکوس په ضد د خلکو انقلاب رهبري کړی وچې به نتیجه کې یې نوموړی له واکه لرې شو او پخپله اکینود جمهوري ریاست په څوکۍ کیناستله. کروزان اکینو ته د فلیپین د ډموکراسۍ د قهرمانې لقب ورکړل شوی دی.
د بنیګنو اکینو پلار په ۱۹۸۳ کال کي په امریکا کي له جلا وطنۍ څخه د راستنیدو او د مارکوس په ضد د مبارزې د پیل په مهال وژل شوی و.
د دوشنبې په ورځ د فلیپن په انتخاباتو کي د پنځوسو میلونو مستحقو کسانو په سلو کي پنځه اویاو رايې ورکړې