په كندز كې نن بيا په ښونځي كې انجونې مسمومې كړاى شوي

د كندز ولايت په مركز كې د خديجه كبرا په نامه د انجونو په يوې ليسه كې نن له غرمې مخكې ۳۱ انجونې مسمومې كړاى شوي دي.

د كندز د پوهنې د رياست مرستيال عبدالكريم وحدت ازادۍ راډيو ته وويل، چې دغه مسموم كړاى شوي انجوني د كندز ولايت روغتون ته د درملنې لپاره انتقال شوي دي.

دا څلورم ځل دى، چې په كندز كې ورته پېښې رامنځته كيږي.