ايران درې امريكايي ميندو ته اجازه ورکړه چې خپلو بندي زامنو سره وګوري

د ایران د بهرنیو چارو وزیر منوچهر متکي وايي، دهغو درې تنو امریکاییانو میندو ته به د ملاقات اجازه ورکړي چې له عراق سره په سرحدي سیمه کې د تېر جولای په میاشت کې نیول شوي وو.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دولتي تلویزیون له لارې وویل، چې د ایران حکومت د بشر دوستۍ له مخې امرکړی چې دوی ته دی ویزې ورکړل شي.

د دغو درېو امریکایي ځوانانو کورنۍ وايي، چې دوې د عراق په کردستان کې په ګرځېدو بوخت وو چې په غلطی د ایران سرحد ته اوښتي، خو ایران هغوي په غیرې قانوني اوښتو تورن کړی دى او وايي، چې د متحد ایالاتو له جاسوسي سازمانو سره اړیکې لري.

د ایراني مسولانو په وینا دوی به محاکمه شي. د یادو شوېو امریکایانو کورنۍ او د امریکا حکومت د جاسوسۍ په نوم دا تورونه ردوي او د هغوي د خلاصون غوښتنه کوي .