د امریکا ولسمشر بارک اوباما له روسیي سره د امریکا د ملکي اټومي انرژی د همکارۍ موافقه بیرته احیا کړی، چې له مخې یي له مسکو سره په دې برخه کې همکاری تازه کوي.
دغه موافقه، چې اوباما کانګرس ته د منظوري لپاره استولې په کې په ۲۰۰۸ کال کې له ګرجستان سره د روسیي د جګړې پر سر په مسکو د واشنګټن اعتراض له پامه غورځول شوی دی.
اوباما په یوه بیان کې وویل، چې د ګرجستان وضعیت باید نور د دغې موافقې خنډ ونه ګرځي.
اوباما همداشان دې ته اشاره کړې مسکو د اټومي پروګرام په خاطر د ایران پر اسلامی جمهوریت د نوېو نړیوالو بندیزونو په برخه کې د پام وړهمکاری کړې او د ایران په اړه د مسکو او واشنګټن ترمنځ د همکارۍ اندازه دا قناعت حاصلوي، چې دغه موافقه د تصویب لپاره کانګرس ته واستول شي.
د دغې موافقی له مخې امریکایي او روسیي کمپنۍ کولای شي په ګډه د اټومي سکتور په برخه کې کار وکړي، یو له بله سره اټومي تکنالوژۍ او اټومي مواد تبادله کړي.