د اروپایي اتحاديې د بهرنۍ پالیسې مشره کترین اشټون وايي، هغه دې ته تیاره ده چې ایران ته د مستقیمو خبرو یو بل چانس ورکړي.
ترکیي چې اوس د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غیر دایمي غړیتوب لري تېره اونۍ یې وړاندیز وکړ، چې اروپایي اتحادیه کولاى شي چې د ملګرو ملتونو له خوا د نوېو بندیزونو د مخنیوي لپاره له ایران سره د جوړ جاړې هڅه وکړي.
اشټون په بروسل کې د اروپایي اتحاديې د بهرنیو چارو وزیرانو په میاشتۍ غونډه کې د خپلو خبرو په پای کې وویل:
بندیزونو ته یواځې له څلورو تر شپږو اونۍ پاتی دی. د اشټون ویاند وویل د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې وروسته اشټون د انقرې له لوړ رتبه دیپلومات احمد داوتوګلو څخه وغوښتل چې د ایران د اتومي پروګرام په اړوند له ستر مذاکره کونکي سعید جلیلي سره د خبرو اترو د زمینې په برابرولو کې مرسته وکړي .