د روسیې ولسمشر دیمتري میدودیف سوریې ته د سفر په ترڅ کې د سورېې له ولسمشر بشرالااسد سره وکتل.
دا لومړی ځل دی، چې د روسیي یو ولسمشر سوریي ته سفر کوي.
بشارالاسد پرون په یوې رسمې ماښامني کې چې په دمشق کې د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې یې جوړه کړی وه، میددیف میلمه کړى وو.
ټاکل شوې چې دواړه مشران به نن هم خبرو ته دوام ورکړي او وروسته به په یوه خبرې کنفرانس کې برخه واخلی.
تمه ده چې دواړه خواوې به د اقتصادي او پوځې همکارېو په ګډون په ځینو برخو کې د دوه اړخیزو همکارېو یو شمېر اسناد هم لاسلیک کړي.
همدا شان د خبرو په اجنډا کې د منځني ختیځ د سولې مسله هم شامله ده، روسیه له متحد ایالاتو، ملګرو ملتونو او اروپایي اتحادیې سره د منځني ختیځ د څلوراړخیزو خبرو یوه غړی ده.
دا په داسې حال کې ده، چې تمه کیږي سوریه به په دې برخه کې کلیدي رول ولوبوي .
له سوریې څخه به د روسې ولسمشر دیمتري میدودیف له ترکي چارواكو سره د خبرو لپاره انقرې ته سفر وکړي.