افغانستان ته د امریکایي نوېو ځواکونو په رسېدو سره به تاوتريخوالى زيات شي

په افغانستان کې د امریکايي، ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سټینلی مک کریستل وایي، افغانستان ته د امریکایي نوېو ځواکونو په رسېدو او د طالبانو ترکنټرول لاندې سیمو کې د عملیاتو په پراخېدو سره به په دی هېواد کې تاوتریخوالی زیات شي خو په دغې جګړې کې به موږ ګټونکي یو.

مک کریسټل پرون په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، چې په افغانستان کې زموږ په وړاندې ډیر چلنجونه موجود دي، خو موږ به د وسله والو طالبانو په وړاندې روانه جګړه کې بریالۍ شو.

مک کريسټل د خبرو په یوې برخه کې یوځل بیا په دې هېواد کې د ایران مداخلې ته اشاره وکړه، ویي ویل، چې استخباراتي اسناد ښیي چې ایران په افغانستان کې تخریبي فعاليتونه په مخ وړي خو له دی سره سره په دی هېواد کې د ایران رول مثبت دی.

مک کريسټل وویل، دغه شواهد ښیي چې ایران وسله والو طالبانو ته د روزنې او وسلو ورکولو په ګډون په افغانستان کې یو لړ تخریبي فعالیتونو پر مخ وړي.