۴ فرانسوي سرتېري په شمال كې ټپيان شوي

څلور فرانسوي سرتېري د کابل په شمال کې خپل مرکز ته نږدې هغه مهال ټپیان شول چې پر زغره والی وسیلي یې یو ښخ شوي ماین وچاودېد.

دا خبره د فرانسې د پوځ یوه ویاند د فرانسې خبرې اژانس ته کړې ده .

د فرانسې یوه لوړ رتبه صاحب منصب کرستیف پرازویک وویل:

یو عسکر ډیر سخت ټپې شوی وو، چې د درملنې لپاره فرانسې ته واستول شو .

نور درې ژوبل شوي عسکر بیا د درملنې لپاره د کابل د هوايي ډګر روغتون ته لیږدول شوي دي.

دی ویاند زیاته کړه دا حمله په تګاب کې د فرانسوي عسکرو له پوځې کمپ سره نژدې سیمه کې شوې ده .