د وزيرانو شورا:ايران ته دې د افغان بنديانوپه اړه يو پلاوى وليږل شي

د افغانستان د وزيرانو شورا پريكړه كړې ده، چې په ايران كې دې د اعدام كېدونكو افغان بنديانو د مسلې د څيړلو په هدف يو پلاوى ايران ته واستول شي.

د باختر دولتي خبري اژانس د راپور پر بنسټ د وزيرانو د شورا د تېرې ورځې په غونډه كې په ايران كې د افغان بنديانو د اعدام پر مسلې باندې بحث وشو او په كې وويل شول، چې ايران ته د تلونكي پلاوي په تركيب كې به د افغانستان د مهاجرينو، كورنيو او بهرنيو چارو د وزارتونو او د لوى څارنوالۍ استازي ګډون ولري.

كه څه هم افغان چارواكو په دې وروستيو كې ويلي دي، چې تر اوسه پورې ايران يواځې نهه تنه افغان بنديان اعدام كړي دي، خو د افغانستان د ملي شورا يوشمېر غړي بيا وايي چې په ايران كې د اعدام شوېو افغان بنديانو شمېر تقريبا ۵۰ ته رسيږي.