نن به د روسيي ولسمشر سوريي او تركيي ته ولاړ شي

ټاکل شوې د روسيې ولسمشر دميتري مدويديف نن سوريې او ترکيې ته لاړ شي.

اټکل کېږي، چې نوموړى به په دمشق کې د سوريې له ولسمشر بشار الاسد سره وګوري.

د روسيې د ولسمشر مرستيال سرګي پریخودکو وويل، چې د دواړو مشرانو خبرې اترې به پر سوداګرۍ او اقتصادي او پوځي همکارېو متمرکزې وي او همدا راز دوی به د منځني ختيځ د سولې پر خبرو اترو هم بحثونه وکړي.

د سې شنبې په ماښام به مدويديف له سوريې څخه انقرې ته لاړ شي او هلته به د ترکيې له مشرانو سره وګوري.