د روسې د سایبیریا په کیمیرووف سیمه کې د ډبرو د سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله اتنه مړه شوي او ۲۴ نور ژوبل دي.
د دغې چاودنې له امله چې ویل کیږي د میتان ګاز په نتیجه کې شوې ۶۰ تنه نورکارکونکي د څو ساعتونو لپاره تر مځکې لاندې بند پاتې وه.
راپورونه وايي، چې د چاودنې پر مهال په ماین کې څه د پاسه درې سوه کارکونکي موجود وه.
د روسې ولسمشر دیمیتري میدویدیف د بیړنیو حالاتو وزیر ته لارښونه کړې چې معلومه کړي د ماین د کارکونکو د ژغورنې لپاره ټول لازم ګامونه اخيستل شوي او که نه؟
دغه راز د روسېې صدراعظم ولادمیر پوتین هم د کیمرووف له والي سره د پېښې په اړه خبرې کړي دي.