کوساوو کې د ۱۹۹۸-۹۹ کلونو په جنګي جرمونو تورن کس نیول شوی

په کوساوو کې د اروپايي ټولنې د پوليسو ويانده وايي، د نونس سوه اته نويم او نه نويمو ميلادي کلونو د جنګي جرمونو په تور يو مشکوک کس نيول شوى دى.

کرسټينا هوريدوز پرون وويل، ګومان کېږي چې دغه جرمونه د ١٩٩٩يم م کال د اپرېل او جون مياشتو ترمنځ شوي وي. نوموړې په دې اړه نور معلومات ورنه کړل.

سيمه ييزې رسنۍ دغه تورن ثابت ګچي ياد کړى چې ويل کېږي البانيايي ټبره او د کوساوو د ازادي غوښتونکي پوځ يو غړى و.

په ٢٠٠١م کال کې د ملګرو ملتونو يوې محکمې نوموړى په جبري خروج او پنځه کاله بند محکوم کړى و.