دهلمند ولايت چارواكي وايي، په دغه ولايت كې درې تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ۲ تنه ملكي كسا ن ټپيان شوي
د هلمند د والي وياند داود احمدي ازادي راډيو ته وويل، چې دغه درې تنه وسلوال طالبان هغه وخت د دغه ولايت په ګرمسير ولسوالۍ كې ووژل شول، چې د دې ولسوالۍ د ټولنيزي شورا د يوه غړي حاجي اطلس پر كور يې د شپي له خوا حمله وكړه.
ښاغلي احمدي وويل، په دغه پيښه كې په ټولنيزي شورا كې د خوروټو د قوم استازى اطلس او د هغه زوى ټپيان شوي دي.
خو وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.