روسي امنیتي ځواکونو سمندري غله نیولي

په روسیه کې څارنوالان څرګندوي، چې جنګي بیړیو سمندري غله نیولي دي. دې کسانو د روسیې د تیلو کشتۍ برمته کړې وه.

د روسي څارنوالانو یوه ویاند ولادیمیر مارکین وویل، نن سهار وختي د عملیاتو په ترڅ کې یو غل ووژل شو او لس تنه نور یې ونیول شول او په دې ډول درویشت روسي عمله چې برمته شوي وو وژغورل شول.

په دې کشتۍ کې دوه پنځوس میلیونه لیتره خام تیل د عدن په خلیج کې د چهارشنبې په ورځ انتقالیدل چې سمندري غلو بیړۍ یرغمل کړه.