په بریتانیا کې نن خلک رایي ورکوي او داسې ښکارې، چې په څو لسیزو کې به دا تر بل هر وخت نژدې پارلماني انتخابات وي.
له نظرپوښتنو ښکاري، چې د صدراعظم ګورډن براون کارګر ګوند چې له نولس سوه اووه نویم کاله حاکم دی، له مخالف محافظه کار ګوند سره به چې ډیویډ کامرون یې مشري کوي په انتخاباتو کې نژدې وي او سیالي به سخته وي.
درېیم مخکښ ګوند لیبرال دیموکرات دی چې نیک کلیګ یې مشري کوي او د دې ګوند ملاتړي هم زیات شوي دي.
ټاکل شوې ده، چې لومړنۍ نتیجې به په دې پسې ژر خپرې شي چې د راییو مرکزونه وتړل شي. د راییو مرکزونه په سیمه ییز وخت د شپې لس بجې بندیږي، یعني د کابل په وخت د شپې یوه نیمه بجه.
که چیرته یو ګوند هم د پارلمان په شپږ سوه پنځوس څوکیو کې اکثریت تر لاسه نه کړي، نو پارلمان به یو ډول معلق شي.
له نولس سوه څلور اویایم میلادي کال راپه دې خوا کله هم د بریتانیا پارلمان داسې نه و شوی، چې اکثریت په کې د یوه ګوند هم نه وي.