جورج مېچل له اسرایيلي صداراعظم سره وکتل

د منځني ختیځ لپاره د امریکا خاص استازي جورج میچل په بیت المقدس کې د اسرایل له صدراعظم بینامین نیتانیاهو سره خبرې وکړې.

میچل سیمې ته بېرته د دې لپاره تللی، چې د اسرایلیانو او فلسطینیانو ترمنځ غیر مستقیمی خبری پیل کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې دغه خبرې ښې او ګټورې وې.

د اسرایل د صدراعظم یوه ویاند یواځې دومره وویل، چې نیتانیاهو او میچل به نن بیا سره وګوري.

ټاکل شوې ده چې ښاغلي میچل به د فلسطیني ادارې له مشر محمود عباس سره هم خبرې وکړي.

فلسطیینیانو له اسرایل سره د غیرمستقیمو خبرو ملاتړ کړی او ویلي یې دي، چې په دې اړه به د شنبه په ورځ د فلسطین د ازادي بخښونکي سازمان اجراییه هیت پریکړه وکړي.