فرانسه: برمته شوي فرانسوي خبریالان لا په افغانستان کې دي

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر وایي، دوه فرانسوي خبریالان چې د افغانستان په ختیځ کې برمته شوي، تراوسه په دې هېواد کې ساتل کیږي.

بیرنارد کوچنر وویل، د فرانسې د درېیم ټلویزیوني کانال دغه دوه خبریالان چې د ډسمبر په دیرشمه تښتول شوي، پاکستان ته د طالبانو اډوته نه دی لیږدول شوي او په غالب ګومان به د کابل په ختیځ د هندوکش په لوړو کی چیری ساتل کیږی.

کوچنر وویل، د دغو خبریالانو د خلاصون لپاره له هرامکان او هر متود څخه استفاده شوی ده.