په یونان کې د افلاس د مخنیوي لپاره مظاهره وشوه

د مظاهرو ضد پولیس نن د یونان په مرکز اتن کې له هغو مظاهره چیانو سره چې د افلاس د مخنيوي لپاره د حکومت د سختو اقتصادي اقداماتو پرضد اعتراض ته راوتلي، مقابلې ته اړوتل:

د راپورو له مخې پولیسو پر مظاهره چیانو چې د دې هېواد د پارلمان مخې ته د ولاړو پولیسو د لیکو د ماتولو هڅه یې کوله له اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار واخیست.

دا مظاهرې په داسې حال کې کېږي، چې په یونان کې نن د عامه او خصوصي ادارو کارکوونکو د حکومت د سختو اقداماتو په وړاندې چې په نتیجه کې یې د لسګونو میلیارده یورو په ارزښت په مالیو کې زیاتوالی او په تقاعد او معاشونو کې کموالی راځي د اعتراض په دود عمومي اعتصاب پیل کړی.

نن په یونان کې د کارکوونکو د اعتصاب له وجې د الوتکو الوتنې نه وې او اورګاډي او نور ترانسپورتي وسایل او عامه خدمات په ټپه درېدلي و، او کارګري ټولنو نن ناوخته په مرکز آتن کې د عمومي مارش اعلان کړی.