د یوبل خبر له مخې ایران اعلان کړی، چې نن به په خلیج او د عمان په سمندرګي کې اته ورځني پوځي تطبیقات پیل کړي.
رسنیو د ایران د سمندري ځواک د مشر ادمېرال حبیب الله سیاري له قوله په راپورونو کې لیکي چې وايي، د ولایت نه اتیا په نوم تطبیقات به د ایران د سمندري ځواکونو دفاعي قدرت جوت کړي.
ننني تطبیقات د ایران د انقلابي ګارد یا سپاه پاسداران انقلاب له هغو تطبیقاتو څه کم دوه اونۍ وروسته کېږي، چې په خلیج او د هرمز په تنګي کې یې ترسره کړل.
د ایران د سمندري ځواک د مشر له قوله همداراز ویل شوي دي، چې یوې ایرانۍ پوځي الوتکې دهغې امریکايۍ سمندري بېړۍ تصویرونه اخیستي دي چې الوتکې لېږدوي.
نوموړي وویل، د امریکایۍ بېړۍ عملې د ایران پردې اقدام اعتراض وکړ خو ده زیاته کړه چې په سیمه کې کشفي الوتنې د ایران حق دی.
د عمان په سمندرګي کې په نړیوالو اوبو کې د دې ایرانۍ الوتکې د الوتنې په اړه مخکې هم راپور ورکړل شوی و.