سبا ته به په هند كې تورن اجمل قصاب ته سزا واورول شي

د هند هغې محکمې چې، په دوه زره اتم کال کې د مومبې د بريدو یواځنی ژوندی پاته برید کوونکی محاکمه کوي وویل، چې دغه کس ته به سبا د پنجشنبې په ورځ سزا واورول شي.

دوه ویشت کلن محمد اجمل قصاب د دوشنبې په ورځ د قتل او د هند د دولت خلاف د جګړې په جرم محکوم شو.

څارنوالانو قصاب ته د مرګ د سزاغوښتنه کړې ده اومشر قاضي محکمه د پنجشنبې ورځې ته ځنډولی.

قصاب د لسو برید کوونکود ډلې یواځنی ژوندی پاتې کس پیژندل شوی دی، چې یو کال مخکې یي په ممبی کې بریدونه وکړل او د هغو په ترڅ کې ۱۶۶ کسه مړه شول.

نور نهه کسه برید کوونکي د برید په مهال ووژل شول.