د ننګرهار ولايت چارواكو د طالبانو هغه ادعا رد كړه، چې ګواكې په مومندرى ولسوالۍ كې يي تېره شپه دولتي امنيتي ځواكونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
طالبانو رسنيو ته ويلي وه، چې دوي د مومندري د ولسوالۍ په قرارګاه باندې بريد كړى، چې په كې امنيتي ځواكونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده او دوه رنجر موټرې له منځه تللي .
د ننګرهار د امنيې قومندانۍ وياند عبدالغفور ازادۍ راډيو ته وويل، چې په دې پېښه كې چاته د سر كوم زيان نه دى رسېدلى، خو يواځې يو رنجر موټر ويجاړ شوي دي.