امريكا په ډاګه كړه ،چې ۵۱۱۳ اتومي وسلې لري

امریکا د لومړي ځل لپاره د خپلو اټومي وسلو شمېر او اندازه په ډاګه کړې ده او ویلي چې دا هېواد په اوس وخت کې پینځه زره یو سلو دیارلس اټومي وسلې لري.

دغه اټومي وسلې یا خو د ویشتو لپاره فعالې دي او یا هم په سلا کوټونو کې ساتل کیږي.

د هغې شمېر پر اساس چې د امریکا د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ خپور کړی د امریکا اټومي وسلې د سړې جګړې پر مهال د ۱۹۶۷کال راهیسې ۸۴ په سلو کې او د ۱۹۸۹ کلونو پر مهال کله چې د برلین دیوال ونړېده ۷۵ په سلو کې کمې شوي دي.

امریکا له دې نه مخکې د خپلو اټومي وسلو شمېر او اندازه محرمه ساتلې وه. واشنګټن دا اعلان په نیویارک کې د اټومي وسلو د نه پراختیا تړون د کانفرانس پر مهال کړی دی.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلینټن وویل، دا د امریکا د ملي امنیت په ګټه ده چې د امکان تر حده د خپل اټومي پروګرام په اړه شفاف وي.

هغې وویل، دا د اټومي وسلو د کنټرول په مخنیوي کې د اعتماد فضا رامنځته کوي:

(سر له نن به امریکا د خپلو اټومي وسلو، چې په سلاکوټونو کې دي او یا له ۱۹۹۱ کال راهیسي خونثې شوي دي، شمیر اعلان کړي.

دا د هغوي لپاره، چې د اټومي وسلو د منځنه وړلو په اړه د واشنګټن په رول شک کوي، زموږ ارقام او ژمنه ده او دا کار یو ښکاره او غیر قابل خطا اشاره ده.)

کلینټن ایران تورن کړ، چې د اټومي وسلو د نه پراختیا له تړون سرغړونه کوي او له نړیوالې ټولنې يې وغوښتل چې پر ایران نورو بندیزونه ولګوي.

د ایران ولسمشر کانفرانس ته وویل، هیواد يې د اټومي وسلو د جوړولو پروګرام نه لري او په دې لړ کې نړیواله ټولنه هیڅ کره شواهد په لاس کې نه لري.