د امریکا ولسمشر باراک اوباما پر سوريې باندې د خپل هېواد له خوا لګول شوي بندیزونه د یوه بل کال لپاره تمدید کړي دي.
اوباما ویلي سوريې له تروریستي ډلو سره خپلو مرستو او د ډله ایزې وژنې د وسلو او میزایلو جوړولو پروګرام ته دوام ورکوي.
اوباما په یوې اعلامیه کې ویلي، سوریه په دوام داره او غیرعادي توګه د امریکا ملي امنیت، بهرنۍ پالیسۍ او اقتصاد ته ګواښ جوړوي.
په اعلامیه کې د سوريې د ځینو اقداماتو ستاینه شوې او ویلي، چې دمشق عراق ته د بهرنیو وسله والو د وراوښتو په مخنیوي کې پرمختګ کړی دی.
راپورونه وايي، چې د اوباما ادارې په منځني ختیځ کې د سولې پروسې د خوزښت په هدف له سوريې سره د اړيكو د پراخوالي لپاره هڅې کولې خو په دې وروستیو کې دغه هېواد د امریکا تر فشارونه لاندې راغلی دی.
واشنګټن ادعا کوي، چې سوریې د حزب الله وسله والې ډلې ته لرې واټن ویشتونکي توغندي ورکړي دي.