د كندهار والې وايي، دوي په نوموړي ولايت كې د همكارۍ يو داسې پلان طرح كړى، چې له مخې به يي ليرې پرتو ولسواليو ته امنيت وغځول شي او غوره حكومتداري به پكې پلي كړي.
د كندهار والې توريالې ويسا، چې د دوشنبې په ورځ له كندهار څخه په كابل كې د يو ويډيويي كنفرانس له لارې خبرې كولې وويل:
په دې وروستيو كې وسله وال مخالفين هڅه كوي، په كندهار كې امنيت ګډوډ كړي د نوموړي په وينا ځكه چې كندهار د افغانستان پخوانۍ پلاز مينه او سياسي اهميت لري.
ښاغلي ويسا د كندهار له خلكو هم وغوښتل، په دې ولايت كې د امنيت په ټينګښت كې له امنيتي ځواكونو سره مرسته وكړي.
په دې كنفرانس كې په كندهار كې د ۲۰۵شاهين قول اردو قوماندان جنرال شير محمد ځاځي، د ۴۰۴ ميوند زون د پوليسو قوماندان شفيع الله او په جنوبي زون كې د ايساف ځواكونو قوماندان جنرال نيك كارټر هم ګډون كړى وو.
د ايساف ځواكونو قوماندان وويل، دوي هڅه كوي په دې ولايت كې د خلكو لپاره ډاډمنه امنيتي فضا را منځ ته كړي.
جنرال كارټر وويل، بايد په دې ولايت كې پوليسو ته روزنه وركړل او د امنيت په ټينګښت كې ورسره ډيره مرسته وشي:
"زه په څرګند ډول د كندهار ښار او ټولې سيمې لپاره د افغان دولت د ستراتيژۍ ملاتړ كوم.
موږ البته، چې د دغه پلان په پلي كولو كې له افغان امنيتي ځواكونو سره همكاري كوو، همدا دليل دى چې زه نن دلته د دې همكارۍ لپاره راغلي يم."
د كندهار والي له افغان حكومت څخه وغوښتل، چې په كندهار ولايت كې د بيا رغاونې اوږد مهاله پروژې پلي، خلكو ته د كار زمينه برابره كړي او خصوصي پانګوال پانګونې ته وهڅوي.
په كندهار كې په داسې حال كې د ښې حكومتدارى د غځولو لپاره امنيتي پلان جوړ شوى دى، چې په دې وروستيو كې كندهار د خونړېو بريدو شاهد وو، چې په دې پېښو كې عامو خلكو ته ډير ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي.
د كورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په دې وروستيو كې په افغانستان كې د وسله والو مخالفينو حملو زرو اخيستى، چې ډيرې يي په جنوب او جنوب لويديځو ولايتونو كې ترسره كيږي.