د باميان ولايت په مركزكې نن د برېښنا د توليد د يوه لوى بند د جوړولو كار پيل شو.
په باميانو ولايت كې د امريكا د نړېوالې پراختيايي ادارې مسوول عبدالرسول وردك وويل، چې د برېښنا د توليد دا بند په دوو كلونوكې جوړيږي او اوه سوه پنځوس كيلو واټه برېښنا به توليد كړي، خو نوموړي دا څرګنده نه كړه، چې د برېښنا د توليد په دې بند به څومره پيسې ولګول شي.
د باميانو والي حبيبې سرابي ازادۍ راډيو ته وويل، چې دا د بيارغونې يوه مهمه پروژه ده چې د باميان ولايت له مركز سربيره به نږدې كليو ته هم برېښنا وركړي.