په همدې حال كې د افغانستان ولسي جرګې نن اعلان وكړ، چې د هيواد له امنيتي چارواكو سره د ولسي جرګې د راتلونكو انتخاباتو د امنيت په سر خبرې پيلوي.
دا پرېكړه نن وروسته له هغې اعلان شوه، چې د ولسي جرګې غړو په خپله عمومي غونډه كې د ولسي جرګې د راتلونكو انتخاباتو د امنيت په اړه خپله انديښنه وښودله.
وكيلانو د هيواد په بيلابيلو سيمو كې د تاوتريخوالي زياتيدو ته په اشارې په خوندي ډول د انتخاباتو د ترسره كولو لپاره د يوه دقيق پلان د پلي كولو غوښتنه وكړه.
د دې جرګې مشر محمد يونس قانوني وويل، چې د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ د هيواد د دفاع، كورنيو چارو وزيران او د ملي امنيت عمومي رييس عمومي غونډې ته وربلل كيږي، څو د انتخاباتو د امنيتي پلان په اړه وكيلانو ته توضيحات وركړي.
د انتخاباتو خپلواك كمسيون هم ويلي، چې له امنيتي ادارو سره په ګډه كار كوي څو د انتخاباتو د خونديتوب لپاره يو دقيق او عملي پلان جوړ كړي.
ټاكل شوې ده، چې د افغانستان د ولسي جرګې راتلونكي انتخابات د وږي د مياشتې په اووه ويشتمه نيټه ترسره شي.
د كانديدانو د نوم ليكنې بهير هم له تيرو لسو ورځو راهيسې په ټول هيواد كې پيل شوې دې.