په زابل ولايت كې ځايي چارواكو دا تائيد كړې، چې د ملي اردو په موټر باندې د سړك د غاړې په يو بم چاودنه كې د ملي اردو سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د زابل د والي وياند محمد جان رسوليار نن سهار ازادي راډيو ته وويل، چې دا پېښه د شاه جوې په ولسوالۍ كې شوې ده، چې په كې د ملي اردو يو سرتيرې وژل شوې او يو بل ټپي دی.
د نوموړي په وينا په دې پېښه كې د ملي اردو موټر هم زيانمن شوي دی.
خو د وسلوالو طالبانو يو وياند قاري يوسف احمدي بيا رسنيو ته ويلي، چې په دې پيښه كې د ملي اردو اووه سرتيري يې وژلي، خو چارواكو دا ادعا رد كړې ده.