په كندهار كې درېيو نويو امنيتي چارواكو، چې نن خپلو اړوندو ادارو ته وروپيژندل شول ژمنه كړې، چې په دغه ولايت كې د امنيت د ټينګښت لپاره به زياتې هڅې وكړي.
د دغو نويو ټاكنو له مخې جنرال محمد نعيم د كندهار ولايت د ملي امنيت د رييس په توګه، جنرال شفيق فضلي د پوليسو د څلور سووه څلورم زون د قومندان په توګه او تفسير خان خوګياڼې د كندهار ولايت د پوله ساتو ځواكونو د قومندان په توګه ټاكل شوي دي.
دوى په كندهار كې وروستيو نا امنيو ته په اشارې هوډ وكړ، چې د دغو نا امنيو لاملونه به بيامومي او هغه به له منځه وړي.
د كندهار لپاره دا چارواكي په داسې حال كې ټاكل شوي، چې تمه ده په دغه ولايت كې د افغان او نړيوالو ځواكونو پراخ پوځي عمليات پيل شي.
خو د دغو عملياتو په درشل كې په دغه ولايت كې وسلوالو او بمي حملو زور اخستې دې.