ملالۍ جویا د نړۍ سلو با نفوذه کسانو به کتار کې راغله

د روان میلادي کال د نړۍ د سلو بانفوذه انسانانو په ډلې کې د ملالۍ جویا نوم ټایم مجلې ذکر کړی دی.

ملالۍ جویا چې په دوه زره پنځم میلادي کال کې له فراه ولایته ولسې جرګې ته کامیابه شوه. پر جنګسالارانو د انتقاد له امله یې د ملي شورا غړیتوب تعلیق شو.

ټایم مجلې ملالۍ جویا ته دا مقام له بشري حقونو څخه د دفاع لپاره ورکړی دی.

د دغې بریتانوۍ مجلې له لورې به د روان کال د نړۍ د بانفوذ او احترام وړ کسانو بشپړ لست د ثور په شلمه اعلان شي.