اروپايي ټولنه پر ایران د نویو بندیزونو لګولو په لټه کې ده

د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو مشره وایي، چې اروپایي چارواکي او د چین مشران دا څیړي چې څرنګه د ملګرو ملتو له لورې پر ایران نوي بندیزونه لګیدای شي.

کاترین اشټن وویل، دې د چین صدراعظم هوجین تاو سره خبرې کړې دي او ورته ویلي یې دي، چې بندیزونو ته اړتیا شته څو پر ایران د دغه هیواد د اټومي پروګرام له امله فشار راشي.

کاترین اشټن زیاته کړه، چې دې داسې احساس وکړ چې چین له دې سره موافق دی چې پر ایران فشار راشي.

د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو مشرې بیا وویل، چې دا داسې باور لري چې دوه اړخیزې خبرې او بندیزونو ته ضرورت شته څو پر تهران فشار وي.