د مكسيكوپه خليج كې د تيلو قشر د ميسيسپي د سيند خولې ته رسېدلې

د مکسیکو په خلیج کې د تېلو پراخ قشر اوس د امریکا د میسيسپي د سیند خولې ته رسېدلی دی.

لوییزیانا ایالت، چې ښايي تر ټولو زیات له دې پېښې څخه زیانمن شي بېړنی حالت اعلان کړي او د دې ایالت والي له حکومت څخه غوښتنه کړې څو چاپېریال ته د احتمالي زیان د مخنیوي په مقصد سیمې ته د ملي ګارد د شپږ زره کسانو د استولو لپاره مالي مرسته ورسره وکړي.

د امریکا ولسمشربارک اوباما ژمنه کړې، چې د ده حکومت به د پوځ په ګډون له هر امکان څخه کار واخلي څو د تېلو د دې قشر د زیان مخه ونیسي. ویل کېږی د اوبو پرمخ د تېلو دا قشر د جمایکا هېواد په اندازه پراخ دی.