د امریکا د بهرنېو چارو وزیرې هيلري کلنټن پرون وویل، په راتلونکې میاشت کې د اټومي پروګرام په اړه د جوړیدونکې غونډې د ګډوډولو لپاره د ایران د ولسمشر هر ډول هڅې به له ناکامۍ سره مخامخ شي.
نوموړې زیاته کړه، د دوشنبې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په ودانۍ کې جوړېدونکې غونډه د اټومي وسلو د نه پراختیا پر تړون د بیا غور او هغه ته د نوي قوت ورکولو لپاره توافق ته د رسېدو په هدف جوړېږي.
دا غونډه وروسته له هغه جوړیږي، چې لویدیځو هېوادونو د ملګرو ملتونو پر امنیت شورا ټینګار وکړ، چې د ایران د اټومي پروګرام په وړاندې نوې بندیزونه ولګوي.
د متحد ایالاتو د بهرنېو چارو د وزارت یاند فلېپ کرولي، پرون سهار وویل، د ولسمشر محمود احمدي نژاد په مشرۍ ایراني پلاوي ته د ویزې پر غوښتن لیک کار لا هم روان دی.
کرولي زیاته کړه، چې د ملګرو ملتونو په ودانۍ کې د امریکایي او ایراني ډېپلوماټانو مخامخ کتنه له امکانه لېرې ده.