د چین په ختیځ کې په یوه وړکتون کې یوه سړي د چړې په ګوزارونو اته ویشت ماشومان او دری غټان ژوبل کړل.
دا په یوه میاشت کې درېیمه دا ډول حمله ده.
په جیانګسو ولایت کې په دې حملې کې ژوبل شوي ماشومان اکثره د څلوروکلونو عمر لري چې د پنځو روغتیایي وضعیت یې خطرناک ښودل شوی دی.
حمله کونکي چې یو اوه څلویښت کلن سړی دی، نیول شوی دی.
په ورته داډول حمله کې پرون د چین په جنوب کې په یوه لومړني ښوونځی کې یوه سړی په چړې سره پنځلس زده کونکي او ښوونکي ټپیان کړل.
دغه راز پرون یوبل حمله کونکي چې تېره میاشت یې د یوه ښوونځي اته زده کونکي وژلي وو، اعدام شو.
چین په وروستیو کې په ښوونځیو کې د دا ډول حملو د زیاتوالي شاهد دی، چې اکثرا یې مسولیت پرهغو کسانو اچولی چې روانی ناروغۍ لري.